سیاست

د‌ اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ايران اسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل / د لړم ۳مه / باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور نن د ايران اسلامي جمهوريت له سفير بهادر امينيان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کتنې په پیل کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت د همکاريو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاريو پر دوام ټینګار وکړ. منصور د انرژۍ په برخه کې د ايران د لېوالتیا مننه وکړه او په هېواد کې یې د انرژۍ او اوبو سرچينو د پراختيا په برخه کې دوه اړخيزې همکارۍ مهمې وبللې.

دغه راز د ايران سفير هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر ارزښت خبرې وکړې او د خپل هېواد د همکاريو د زياتوالي او دوام په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ.

افغانستان په سیمه کې د اوبو سرچینو له پلوه له بډایو هېوادونو څخه دی چې تراوسه یې د هېواد د اقتصاد د ودې او ښه والي لپاره له دغو ارزښتناکو سرچینو څخه ښه استفاده نه ده شوې.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته