ورزش

د آریانا ټیم د بدخشان د فوټبال د غوره لیک اتل شو

کابل / د تلې / ۱۷ / باختر
د آریانا ټيم د امید شهید نیازي پرټیم په بریا سره د بدخشان د فوټبال د غوره لیک سیالیو اتل شو.
دوه ټیمونه د لوبې په وروستۍ سیالۍ کې ښه وځلېدل خو په پای کې د آریانا ټیم وکولای شو د یوې پر وړاندې په دریو سره د اتلولی جام وګاټه.
په بدخشان کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوول عبدالله نظري باختراژانس ته وویل چې د دغو سیالیو په پای کې له آریانا ټیم څخه احمد شاهپورښه لوبغاړی، د امید شهید نیازي له ټيم څخه احمد فرزاد تلاش مهاجم ښه ګول وهونکی او صباح الدین سنګرد دغو د سیالیو ښه ګول پیکر لقب وګاټه.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او په دې ورزشي څانګوکې د غوره څېرو د ټاکلو په موخه د بدخشان د لسوغورو ټیمونوترمنځ ترسره شوې وې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته