اعلامیهخبرونهښوونه او روزنه

د آزموينو په اړه د پوهنې وزارت خبرتيا

کابل/ د چنګاښ ۳۱مه/ باختر

څرنګه چې ګران هيوادوال او زده کوونکي خبر دي، د کرونا وايروس د دريمې څپې له امله د غبرګولي په ۱۰ مه نيټه د عامي روغتيا وزارت د هيواد په ۱۶ ولايتونو (غزني، هلمند،کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، وردک، پنجشير،بلخ، لغمان، بدخشان،کاپيسا، کندز، نيمروز او د کابل ښار او ولايت) کې د دوو اونيو لپاره د ښوونيزو مرکزونو حضوري فعاليتونه وځنډول او له دوو اونيو وروسته، د قرنطين موده په ټولو ولايتونو کې وغځول شوه.

اوس د يوې ګډې طرحې له مخې په پام کې ده چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بيرته پيل شي.

په همدې موخه د ټولو ولايتونو د پوهنې رياستونو ته لاندې سپارښتنې کيږي:

۱- دا چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ آزموينې بشپړ شوي نه دي، نو د پاتې مضمونونو آزموينه دې د زمري په ۶ مه نيټه د عامې وزارت د سپارښتنو او د ټولنيز واټن په پام نيولو سره، واخيستل شي.

۲- سړې او ډيرې سړې سيمې دې د زمري مياشتې له ۲ مې نيټې څخه تر ۵ نيټې پورې د څلورنیم میاشتنیو آزموينې اخيستلو لپاره اړين تدابير ونيسي او د زمري مياشتې له ۶ مې نيټې څخه د مياشتې تر پايه، چهار نيمه آزموينې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو په پام کې نيولو سره واخلي.

۳- د ښوونځيو ادارې مکلفې دي چې روغتيايي سپارښتنې لکه: د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنيوى، د ټولنير واټن مراعتول او آزموينو اخيستل په خلاصه فضا کې.

۴- د حضوري تعليم په تړاو به د عامې وزارت سره په همغږۍ کې وضعيت ته په کتو سره پريکړه وشي.

د ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي، چې د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره، د دولتي او خصوصي مکتبونو او مدرسو د آزموينې واخلي او اړين ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته