نړۍ

د آلمان پوليس: سږکال يوولس زره ناقانونه کډوال يوازې د پولنډ له سرحد څخه راوښتي دي

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
د آلمان پوليس وايي سږ کال١١ زره ناقانونه کډوال يوازې د پولنډ له سرحد څخه دغه هېواد ته ور اوِښتي دي.
اروپايي ټولنه وايي د بلاروس رژيم له خپلې خاورې په استفادې سره دغو کډوالو ته د اروپا د تګ زمينه برابره کړې ده.
دغو کډوالو چې د پولند له پولې اروپا ته اوړي د منځنۍ ختيځ ، افريقا او افغانستان اتباع دي.
د المان پوليسو پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل د دغو کډوالو شمېر اوس کم شوي دي.
د دوى د معلوماتوله مخې، په روان دسمبرمياشت کې يوازې ٤٧٠ تنه له دې لارې ورغلي، حال دا چې د اکتوبر او نوامبرپه مياشتو کې دغه شمېر ٨ زره و.
د بلاروس له لارې اروپا ته د کډوالو د کموالې لامل د بلاروس په تګلاره کې بدلون ښودل شوى هغه بدلون چې د اروپايي ټولنې تر پنځم پړاو بنديزونو وروسته رامنځته شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته