امنیت

د آيساف قوماندان د افغان امنيتي ځواکونو ځواکمني وستايله

کابل باختر دوري اوولسمه :
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان آيساف جوزف دانفورد د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ د افغانستان د امنيتي ځواکونوځواکمني وستايله او ويې ويل: افغان امنيتي ځواکونو وښودله چې ځلانده او مترقي راتلوونکى د افغانستان خلکو ته سترګې په لاره ده .
جوزف دانفورد نن د افغان امنيتي  ځواکونو د ځواکمني د ستاينې په ترڅ کې  وويل: د افغانستان د امنيتي ځواکونو برياليتوب روښانه کړه چې د افغانستان خلک په ځلانده، مترقي او له ښو فرصتونو څخه  ډکه راتلوونکي ولري .
ده وويل: په داسې حال کې چې نړۍ د افغانستان د انتخاباتو څارنه کوله ددغه هيواد امنيتي ځواکونو د رايې ورکولو د څه دپاسه ٦٢٠٠ مرکزونو امنيت تامين کړ.
د آيساف قوماندان وويل: هغه څه چې مو وليدل؛ په رښتيني توګه خارق العاده و.
دا لومړنى انتخابات وچې د افغانانو په بشپړ مديريت او څارنې سره ترسره شول او د امنيت تامينول يې هم د افغان ځواکونو په غاړه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته