فرهنګTOP

د ابوريحان البيروني مقبرې د جوړولو طرحه بشپړه شوه

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ابوريحان البيروني مقبرې د جوړولو طرحه بشپړه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ او د لرغونپېژندنې د متخصصانو، د حج او اوقافو وزارت د استازي او د نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه، د ابوريحان البيروني مقبرې د جوړولو په اړوند بحث وشو.
له بحثونو او د نظريو له تبادلې وروسته د مقبرې د جوړولو طرحه بشپړه شوه او ټاکل شوې ده دغه طرحه سبا جمهوري رياست ته وړاندې شي.
ټاکل شوې ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ابوريحان البيروني مقبرې د جوړولو کار ډېر ژر په غزني کې پيل کړي.
د ابوريحان البيروني مقبرې د جوړولو طرحه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني د لارښوونې پر بنسټ برابره شوې ده.
پاى \ و \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته