خبرونهټولنه

د اداري اصلاحاتو کمېسيون په تېره يوه مياشت کې څه د پاسه ٧٠٠شکايتونه څېړلي دي

٢٩- کابل / د ليندۍ ١٦مه /باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون د شکايتونو د څېړنې بورد د تېرې يوې مياشتې په بهير کې ٧١٥ شکايتونه څېړلي دي .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغو شکايتونوله جملې څخه ٥٤١شکايتونه رد شوي ١٣٨ شکايتونه تاييد شوي او ٢٢ شکايتونه حفظ شوي دي.
دغه راز د بيا اعلان ٧ شکايتونه، د بيا ازموينې درې شکايتونه او څلور نورشکايتونه هم پکې شامل دي.
په همدې حال کې د تېرې يوې مياشتې په بهيرکې د شکايتونو د څېړنې په بورد کې د ملکي خدمتونو له ادارو څخه ٦٢٥ شکايتونه ثبت شوي دي چې له دې جملې څخه په شارت لست کې د نه شاملېدو٤٥٤شکايتونه، د ازموينې په نتيجې د قناعت نه لرلو ١٣٤ شکايتونه ، د غير قانوني تبديلۍ ١٣ شکايتونه ، د نه مقررۍ ٧ شکايتونه ، د ازموينې د نه اخېستلو ٥ شکايتونه ، د کلنۍ ارزونې په اړه ٤ شکايتونه، د بست د اعلان ٣ شکايتونه، د انفکاک دوه شکايتونه،د معاش د نه اعاده کولو دوه شکايتونه او د کارکوونکي د بې سرنوشتۍ يوشکايت ثبت شوى دى.
د يادونې وړ ده چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر شکايتونه په انلاين ډول ثبتېږي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته