سیاستخبرونه

د اداري فساد قضیو د کشف او تعقیب بهیر ښه والي د ګډ عمل پلان د تعدیل طرحه په پرنسیب کې تایید شوه

کابل/ د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهوررئیس غني د مالیې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده ته د ښه راغلاست پر مهال په دغه وزارت کې اصلاحاتو ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ. وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د پروژو د واحد مدیریت (PMU) او ملاتړو پروژو د قراردادي کارکوونکو راپور غونډې ته وړاندې کړ. جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته دنده وسپارله چې د (NTA) ټول معاشونه بیا وارزوي او هغه اندازه پیسې چې د (NTA) په معاشونو کې د اصلاحاتو له لارې ترلاسه کېږي د ښوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاشاتو د زیاتوالي په برخه کې د عادلانه وېش لپاره پر واضح منبع بدلې کړي. همداراز جمهوررئیس غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د ۳۰ سلنه هغو کارکوونکو اسناد چې د (NTA) د لایحې خلاف استخدام شوي، وارزوي. وروسته د اجنډا مطابق له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس، د اداري فساد قضیو د کشف او تعقیب بهیر د ښه والي د ګډ عمل پلان د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دغه طرحه له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ، د عدلي او قضایي اصلاحاتو ملي برنامې او د جینوا متقابل حساب ورکولو چوکاټ سند دویم ملاک پر بنسټ، برابره شوې ده. جمهوررئیس غني د اداري فساد قضیو د کشف او تعقیب بهیر د ښه والي د ګډ عمل پلان د تعدیل طرحه په پرنسیب کې تایید او له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې دغه موضوع د لا بډ‌اینې په موخه اړوندو بنسټونو سره شریکه کړي. همداراز یې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون موظف کړ چې د قضیو د کشف او تحقیق په مرحله کې د پولیسو او څارنوالۍ د تشکیلاتو په کمزوریو یوه واضح ارزونه ترسره او راپور یې د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا ته وړاندې کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته