TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ارزښتونو له ټکره د جګړې تر ډګره

-کابل/ د کب ۶مه/ باختر
په افغانستان کې روانه جګړه ګڼ لاملونه لري چې هم کورني دي او هم بهرني. یو له دغو لاملونو د ارزښتونو تر منځ ټکر دی. جګړه هغه مهال پيل شوه چې د ارزښتونو تر منځ ټکر رامنځ ته شو او دا ټکر نن هم دوام لري او ورسره جوخت جګړه هم دوام لري. که د ارزښتونو ټکر همغه مهال په ښه او سمه توګه مدیریت شوی وای؛ نو باور لرو چې جګړه به نه وای پېښه شوې. نن هم دارزښتونو ټکر د جګړې ډګر تود ساتلی دی. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
افغاني ټولنه له تاریخي پلوه یوه دودیزه ټولنه ده او دوه مهمې ځانګړنې لري: یوه یی دا ده چې دا ټولنه مذهبي ټولنه ده او دلته دین او مذهب یوازې د باور او عقیدې په مفاهیمو کې پای نه مومي؛ بلکې دلته دین او مذهب د خلکو د ژوندانه ټولې برخې د زېژږېدو له ورځې ترمرګه رانغاړي. دویمه ځانګړنه داده چې دلته دیني ارزښتونو او ملي دودونو داسې یو بل ته غېږه پرانستې ده چې جلاکول یې سره ګران او ان ناشوني دي. دغو دواړو یعني دیني ارزښتونو او ملي دودونو د افغاني معنویت منځ پانګه جوړه کړېده.
په دغه راز ټولنو کې بدلون راوستل ساده او اسانه کار نه دی. په دا ډول ټولنو کې بدلون که رامنځ ته کېږي، باید د ټولنې پورته یادشوي ارزښتونه او نورې ټولې ځانګړنې په پام کې ونیول شي او دا بدلون باید ورو وي، تدریجي وي. دغه راز ټولنې دانقلابي بدلونونو زغم او وس نه لري، د ګړندیوګامونو زغم هم نه لري. دغه راز ټولنې د تدریجي اصلاحاتو ټولنې دي. که په هغوی کې اصلاحات تدریجي وي، نو بیا داصلاحاتو او بدلونونو بهیر غبرګون نه پاروي، خلک یې مني او ملاتړ یې کوي؛ خو که د اصلاحاتو او بدلونونو بهیر ګړندی وي، انقلابي وي؛ نوبیا خلک غبرګون ښکاره کوي او ملاتړ یی نه کوي.
د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو تجربو دا خبره بیا بیا ثابته کړه چې افغاني ټولنه د تدریجي اصلاحاتو او بدلونونو ټولنه ده او که څوک دا اصل له پامه غورځوي؛ نو مانا یې داده چې یو ستره اشتباه کوي، داسې اشتباه چې جبیره کول یې ګران دي. لکه پورته چې وویل شول په افغانستان کې د ارزښتونو ټکر په ښه او سمه توګه مدیریت نه شو او پایله یې یو خونړۍ جګړه شوه. اوس هم د ارزښتونو د ټکر د مدیریت خبره مطرح ده. اوس دوه ارزښتونه سره په ټکر کې دي: له یوې خوا جمهوریت او له بلې خوا امارت. ښایي په دې اړه ګڼ دریځونه او راز راز استدلال شتون ولري؛ خو که موږ ټول سره راټول کړو؛ نو خبره د همدغو دوو ترمنځ د ټکر ده. که دا ټکرهم ښه مدیریت نه شي؛ نو دا ویره شته چې یوبل بحران رامنځ ته شي او ورسره جوخت جګړه هم دوام ومومي.
پوښتنه دا ده چې دا ټکر باید څنګه مدیریت شي او د حل لاره کومه ده؟ منو چې د دغه ټکر او همدارنګه راټوکېدلي بحران مدیریت ساده او اسانه کارنه دی. دا یو واقعیت دی چې افغانان ډېر هوښيار او مدبر ملت دی او کولای شي د حل یوه لاره ومومي. موږ باید داسې یوه لاره برابره کړو چې هغه هم دننه په کور ټولو ته او یا مطلق اکثریت ته د منلو وړ وي او هم سیمې او نړۍ ته. ښایي یو څه به د یو چا لپاره ډېر ښه وي؛ خو د بل چا لپاره به کوم ارزښت نه لري. همدارنګه موږ یو متل لرو چې وایي که چاړه د سرو زرو هم شي، څوک یې پر خېټه نه منډي. موږ باید د اعتدال لاره غوره کړو. اسلام د اعتدال دین دی. موږ باید له ګاونډیو اود سیمې له نورو هېوادونو او همدارنګه نړیوالې ټولنې سره د خپلو ملي ګټو پر چورلیز، همغږي پر مخ لاړشو که داسې ونه کړو؛ نو بیا خو په دې جغرافیه کې ښه پرمختګ کولای نه شو. دا د ارزښتونو د ټکر ښه مدیریت دی او روانې جګړې ته د پای ورکولولاره.
پاى. ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته