فرهنګټولنه

د ارواښاد ایوب استاد د کورنۍ لاسنیوی کېږي

کابل / د زمري ۵ مه / باختر
د خوږې حنجرې څښتن ایوب استاد چې له اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، نن یې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ایوب استاد چې د افغاني موسیقۍ یو نوموتی او پېژندل شوی سندر غاړی و، دوې سندرۍ یې ( لېونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره او ای عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم) ډېرې مشهورې دي چې ډېرې اورېدل شوې، اورېدل کېږي او د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي وايي چې ایوب استاد د مینې او ژوند خوږې سندرې پر خپل ولس پېرزو کړې دي.
هغه په خپل یو ټویټ کې د استاد ایوب د سندرو مینوالو، کورنۍ او هېوادوالو ته د دغې سترې ضایعې تسلیت وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همکارانو ته یې د دغه حقدار هنرمند د جنازې د مراسمو د درناوي او تنظیم دنده سپارلې او د موسیقۍ ریاست ته یې هم لارښوونه کړې چې د ارواښاد د کورنۍ لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو شمېر سندر غاړو لاسنیوی کړی او دا لړۍ دوام لري.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته