سیاست

د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم ژوند ليک

کابل باختر د کب اتلسمه :
مارشال محمدقسيم فهيم د مولوي عبدالمتين زوى په ١٣٣٦هجري لمريزکال کې د پنجشير درې په عمرض سيمه کې وزيږيد.
لومړنى زده کړې يې په خپل ټاټوبي کې وکړې او په ١٣٤٩ کال کې د لوړو زده کړو د پرمخ بيولو په خاطر د کابل د عربي دارالعلوم په مدرسه کې شامل شو.
محمدقسيم فهيم د١٣٥٧کال له کودتا وروسته د وخت د کمونيستي رژيم پرضدجهادکې دګډون په مقصد پاکستان ته هجرت وکړ. خو له لنډې استوګنې وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو او خپله وسله واله مبارزه يې دکونړ ولايت په شيګل سيمه کې پيل کړه.
د١٣٥٨کال په دوبي کې دى د پنجشير درې ته ستون شو او له احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه د جهاد اومقاومت د بنسټونو د جوړولو په برخه کې يې لومړى په پنجشير او وروسته د هيواد په نورو سيموکې ملا وتړله.
ده دبغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د مجاهدينو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړه.
محمدقسيم په ١٣٦٠کال کې د نظار شورا په چوکاټ کې د مجاهدينو د يو موټي کولو په لاره کې د مجاهدينو د يوجګپوړي هيئت په مشرۍ د هيواد د شمال ختيځو  ولايتونو ( بدخشان ، بغلان ، تخار او کندز ته سفر وکړ او په دې لاره کې يې مهم او ارزښتناک رول ولوباوه.
محمدقسيم فهيم په ١٣٦٦کال کې د کابل په شمال کې د مجاهدينو د عمومي قوماندان په توګه د مجاهدينو د ځواکونو مسووليت په غاړه واخيست او په ١٣٦٨ کال کې د نظار شورا د ځواکونو د لازيات سمون اوپراختيا په خاطر دهيواد شمالي ولايتونو(بلخ، جوزجان او فارياب)ته سفرونه وکړل اويولړ برياليتوبونه يې ترلاسه کړل.
محمدقسيم فهيم د١٣٧١ کال د ثور د مياشتې په پنځمه نيټه د ډاکتر نجيب الله د حکومت له راپرځيدو اودمجاهدينوله برياليتوب وروسته دمجاهدينو دځواکونوپه مشرۍ کابل ته راغى او په همدې کال کې د هيواد د امنيت د وزير په توګه وټاکل شو او په ١٣٧٥ کال کې دطالبانو په واکمنۍ سره يوه لنډه موده دکابل دشمال په ولايتونوکې د مقاومت د ځواکونو دعمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړه .
محمدقسيم فهيم د١٣٨٠ کال د وږي د مياشتې په اتلسمه نيټه د احمدشاه مسعود له شهادت وروسته د دولتي او د مقاومت د ځواکونو عمومي قوماندانۍ په غاړه واخسته او د١٣٨٠کال دلړم دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه دنړيوال ائتلاف دځواکونو په همکارۍ کابل ته راننوت.
محمدقسيم فهيم د بن دکنفرانس له جوړيدو او د لنډ مهالې ادارې له جوړيدو وروسته د لنډ مهالې ادارې د رييس، د لومړي مرستيال اودملي دفاع د وزير په توګه وټاکل شو او د ١٣٨١هجري لمريز کال د ثوردمياشتې په پنځلسمه  نيټه يې د هيواد په آزادۍ کې د خپلو ارزښتناکو خدمتونو او هراړخيز رول په درناوي د هيواد ډيره لوړه نظامي رتبه يعنې مارشالي ترلاسه کړه.
مارشال محمدقسيم فهيم له بيړنۍ لويې جرګې وروسته د دويم ځل لپاره د هيواد د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او دملي دفاع د وزير په توګه وټاکل شو.
دى د احمدشاه بابا د مډال په ترلاسه کولو هم وياړل شوى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د انتخاباتوپه دويمه دوره کې د حامدکرزي دلومړي مرستيال په توګه وټاکل شو اوپه انتخاباتوکې له برياليتوب وروسته يې د ١٣٨٨ کال د لړم دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس دلومړي مرستيال په توګه د وفادارۍ لوړه  وکړه.
مارشال محمدقسيم فهيم  په پښتو، دري او عربي ژبو خبرې کولې او دولس بچيان لري.
مارشال محمدقسيم فهيم يومجاهد، متواضع، ديندار او هيوادپال شخص و او د ژوندانه له ناخوالو او له سړو او تودو څخه يې درسونه زده کړل اوهغه يې په شخصي او رسمي ژوندانه کې وکارول.
مارشال محمدقسيم فهيم خپل ژوند اشغالګرانو پرضد مبارزې ته وقف کړ او د افغانستان د خلکو د جهاد او ملي مقاومت په دوران کې تل دخپلوخلکو ترڅنګ پاتې شو اوپه بې سارى رشادت اوميړانې سره يې د خپل هيواد او خلکو د آزادي غوښتوونکو سنګرونو عزت او سرلوړۍ دفاع وکړه.
مارشال محمدقسيم فهيم د ملي امنيت او د ملي دفاع د وزراتونو، په لنډ مهال او انتقالي دوروکې د دولت د رياست د لومړى معاونيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړى معاونيت په پستونوکې يې خپل ګران هيواد اوخلکو ته د يادونې وړ خدمتونه وکړل.
د افغانستان د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د١٣٩٢هجري لمريزکال دکب د مياشتې په ١٨نيټه د يکشنبې د ورځې په سهار د زړه د دريدو له امله د٥٦ کلنى په عمر وفات شو.
انالله وانااليه راجعون.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته