سیاستخبرونه

د اساسي قانون د تصويب اوونۍ په فراه کې ونمانځل شوه

٣١- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د هېواد د اساسي قانون د تصويب اوونى نن په فراه کې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ملکي او امنيتي بنسټونو د مسوولينواود فراه د قومي مشرانو، ځوانانو ، مدني فعالانو ، د رسنيو او د ښځو د استازو په ګډون په فراه ښار کې جوړه شوه، د فراه والي تاج محمدجاهد وويل د هېواد د نافذ قانون پربنسټ خلک د انتخاب حق لري چې د خپل هېواد برخليک جوړ کړي او د افغانستان اوسنۍ حکومت هم د خلکو د ارادې له مخې جوړ شوى دى.
د فراه والي وويل چې د الهي فرمانونو او د هېواد د اساسي قانون په تطبيقولو کې د ټولنې د نننيو ستونزو اوچلنجونو د حلکولو لپاره بايد زياتې هلې ځلې وشي .
هغه په هېواد کې د سولې اوثبات په ټينگولو کې خلکو ته د دولت د قوي ارادې ډاډ ورکړ اوله خلکويې وغوښتل چې د هېواد د قوانينو په ښه تطبيقولو کې له دولت سره همکاري وکړي.
د فراه د ولايتي شورا رييس دادالله قانع او د يوشمېر دولتي ادارو رييسانو دهېواد د اساسي قانون د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې اود فراه له خلکويې وغوښتل چې په خپل حقوقو د ښه پوهېدو لپاره اساسي قانون مطالعه اوپه هغه عمل وکړي.
ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته