امنیت

د استخباراتو پوليسو اته تنه دجلا جلاپيښوپه اړوند ونيول

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دکورنيوچارو وزارت د استخباراتو پوليسو اته تنه دتروريستي بريدونو، بډې اخيستنې، غلا او د انسان تښتونې په اړوند ونيول .
  دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته  خبر ورکړ چې دغه کسان دکابل، نيمروز، پکتيکا، لوګر او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې نيول شوي دي .
دغه راز د استخباراتو دپوليسو منسوبينو د څو جلا جلا عملياتو په بهيرکې  اتلس ماينونه، دتوغندي دوه ماينونه، د توپ يوسلو څلور سرګلولې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي .
  دغه جنګي وسايل نوي دياغيانو له خوا  دتروريستي او ورانکارو بريدونو دترسره کولو په مقصد دکندز، پکتيکا، پروان، کونړ، خوست، ارزګان، ننګرهار او د هرات د ولايتونوپه مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړى  شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته