سیاست

جمهور رېيس د زابل له اوسیدونکو سره غمشریکي وکړه

کابل باختر د کب دمياشتې دريمه
جمهور رېیس ډاکټر محمد اشرف غني د زابل ولايت د قومي مشر حاجي عبدلمنان د مړينې له کبله د دغه ولايت  له اوسيدونکو سره غمشريکي وکړه.
ولسمشر نن سهار د ټلیفون له لاري د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره خبرې وکړې او د حاجي عبدالمنان مړینه یې د دې ولایت اوسیدونکو ته لویه ضایع وبلله .
ده زیاته کړه چې مرکزی دولت دغه ولایت ته خاصه پاملرنه لری او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې د دې ولایت مخور کسان د داسي بدو پيښو قربانیان نه شي.
د زابل والي بسم الله افغان مل له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د زابل له ولسونو سره یې خواخوږی وکړه او ژمنه یې ورکړه چې د افغان دولت په استازیتوب به د دې ولایت اوسیدونکو ته په هره برخه کې لازمي اسانتیاوي برابري کړي.
د يادونې وړه ده چې قومي مشر حاجي عبدالمنان څو ورځې مخکې د کابل کندهار په لويه لاره د ترافيکې پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته