خبرونهنړۍ

د استرالیا ١٠ پوځیان د افغانانو د وژلو په خاطر له پوځ وایستل شول 

وي او اې / د ليندۍ٧مه / باختر

د استرالیا د دفاع وزارت له خوا د استرالیایي پوځیانو له خوا د “بندیانو او ملکي افغانانو د وژنې” په اړه د رپوټ له خپرېدو وروسته د یاد هېواد د ځانګړو ځواکونو١٠منسوبین له پوځي خدمت وایستل شول.

د استرالیا د (ای.بي.سي) خبري شبکې پرون خبر ورکړ چې ددغو ١٠ تنو پوځیانو           د ایستلو سند هغوی ته ورکړ شوی دی.

د استرالیا د دفاع وزارت تحقیقاتي رپوټ چې ٤ کاله پرې کار شوی دی او تېره اوونۍ خپور شو، ښیي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي ماموریت              د ترسره کولو پر وخت ۳۹  نیول شوي بنديان او ملکي افغانان وژلي دي.

د استرالیا د وسله وال پوځ لوی درستیز انګس جان کمبل، د یاد رپوټ د خپرېدو پر وخت وویل چې ددې هېواد ۱۹ برحاله او پخواني پوځیان د دغه وژنو په خاطر چې         د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په ۲۳ ځانګړو پیښو کې شوي، د احتمالي عدلي او قضایي تعقیب سره مخ دي.

د (ای.بي.سي) خبري شبکې د ١٠ ګوښه کړای شویو پوځیانو هویت نه دی بربنډ کړی، خو ویلي یې دي چې ټول یې د ملکي افغانانو د وژنې د پیښو شاهدان یا هم لاسي دي او د هغو ۱۹ تنو له ډلې څخه ندي چې د احتمالي عدلي او قضایي تعقیب سره مخ دي.   ښاغلي کمبل وویل چې ټول دغه افغانان د جګړې له ډګرڅخه بهر وژل شوي دي.

هغه وویل: موندنې د پوځي چلند او مسلکي ارزښتونو څخه د جدي سرغړونې ښکارندوی دي…غیرقانوني، د ملکیانو او بندیانو وژنې هیڅکله د منلو وړ ندي.

د استرالیا د دفاع وزارت د رپوټ په اساس اکثر وژل شوي کسان نیول شوي بندیان، بزګران او نورملکي افغانان وو چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د هغوی محافظت شوی وای.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۳۹ زره استرالیایي پوځیانو دنده تر سره کړې او په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۴۱ استرالیایي پوځیان وژل شوي دي. اوسمهال ۴۰۰ استرالیایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي. پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته