سیاستTOP

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ماسپښین د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په ارګ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه ملا عبدالغني برادر په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ایران له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل چې افغانستان نن د خپلو اصلي بچیانو په واک کې دی، او اشغال پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې افغانستان او ایران دوه مسلمان هېوادونه دي چې ګډې ګټې، دیني او فرهنګي مشترکات لري او باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لاپیاوړې کړي. په وینا یې رامنځته شوي شرایط داسې یو فرصت دی چې د اسلامي نړۍ، سیمې، افغانانو او د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ مرستیال د حسن کاظمي قمي خبرو ته په اشارې سره وویل چې اشغال پای ته رسېدلی او په ټولو خو په ځانګړي ډول په اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغه له منفي پایلو سره جدي مقابله کوي.
د کتنې په پای کې په سیاسي، امنیتي، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، اوبو، برېښنا انرژۍ، فرهنګي، علمي او روزنيزو برخو کې د ګډو کمېټو پر جوړولو هم هوکړه وشوه.
ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې ژر دې خپلمنځي غونډې جوړې او بېړنیو شرایطو ته د رسېدو په برخه کې دې پر اوږد مهالو همکاریو او ملي پروژو بحث وکړي او لازمو هوکړو ته دې ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې یو شمېر وزیرانو هم ګډون لاره.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته