سیاستTOP

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازيګر د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي د اسلامي امارت له مقاماتو سره د خپلو بحثونو د دوام ستاینه وکړه او اسلامي امارت ته یې اقتصادي، فرهنګي او علمي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه: دوه اړخیزه کمېټې باید ژره هوکړې ته ورسېږي چې عملي ګامونو ته زمینه برابره شي.
په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي وویل: افغانستان او ایران زیات تاریخي مشترکات لري. زموږ واضحه پالیسي دا ده چې له ټولو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره نیکې اړیکې غواړو او هېچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو او سیمې هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.
مولوي حنفي د دواړو هېوادونو د ګډو کاري کمېټو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: موږ چمتو یوو چې ایران اسلامي جمهوریت ته په افغانستان کې د ګډو اقتصادي پروژو پیلېدو ته زمینه برابره او امنیت یې تامین کړو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته