اعلامیه

د اسلامي امارت د صفوفو د تصفیې کمیسیون خبرتیا

د اسلامي امارت د درې ګونو نظامي ارګانونو(د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست) په چوکاټ کې د صفوفو د تصفیې کمېسیون ټولو اړونده نظامي مسوولینو ته په جدي توګه خبر ورکوي، چې د اسلامي امارت په صف کې هغه چاته ځای ورنه کړي، چې په شخصي خصومتونو، بدیو، فساد، بد اخلاقیو،د خلکو د حقوقو په ضائع کولو، د خلکو ځورولو، مالي فساد، چور او چپاول، یا هم نورو ناوړه کړنو کې لتاړ وي او یا بده سابقه ولري.
ټول نظامي مسوولین په ځانګړې توګه دلګۍ مشران دې په ولایتونو کې د استخباراتو ریاستونو ته د خپلو ملګرو بشپړ لستونه له ټولو مشخصاتو سره ورکړي او د پورته بدو خویونو درلودونکي دې په  زغرده یاد شوي کمیسیون ته د ولایتونو د مسئولینو له لارې او یا هم په مستقیم ډول د پنځلسو ورځو کې  په ظرف کې ور معرفي کړي.
که په کومه دلګۍ یا نظامي اورګان کې بیا هم هغه وګړي شتون ولري، چې له پورته بدو اوصافو څخه یو هم په کې ولیدل شي، شخصا دغه بې لارې کس به محاکمه او له صف څخه اخراج او مسئول به یې هم له سخت قانوني چلند سره مخامخ کېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته