سیاست

د اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

کابل / لیندۍ ۱۶مه / باختر
د ریاست الوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او عمومي رییسانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د فعالیت په اړه د وزیرانو شورا د اداري هیئت طرحه تائیده شوه او پر تعمیل یې ټینګار وشو.
دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د عامه محافظت تصدۍ دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي او د وزارتونو، ریاستونو او همدارنګه د ملي تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو ساتنه دې د همدې ادارې له خوا ترسره شي.
د کابینې غونډې د سترو زیربنایي پروژو د کار د دوام په اړه تر بحث وروسته، د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارله چې د شاه او عروس بند د چارو د بشپړولو لپاره دې عاجل اقدامات وکړي چې پاتې کارونه یې ترسره شي او د اوبولګولو او انرژۍ د تولید لپاره د استفادې وړ وګرځي.
په همدې حال کې د عدلیې وزارت د سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ لوړرتبه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د دارالافتاګانو د جواز د ورکړې قوانین او لوایح په دقیق ډول وڅېړي او د کابینې غونډې ته یې راپور وړاندې کړي.
د کابینې په غونډه کې همدارنګه د یوشمېر حکومتي ادارو لکه د اراضۍ او املاکو ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د کوچیانو لوی ریاست د برخلیک په اړه هم بحث او پرېکړې وشوې او دغه راز د شرکتونو د ستونزو د څېړنې لپاره له ټاکل شوي پلاوي څخه غوښتنه وشوه چې خپله څېړنه چټکه کړي چې په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.
همدا راز د کابینې په غونډه کې په هېواد او ولس پورې د اړوندو نورو مسایلو په اړه هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته