خبرونهټولنهTOP

د اسلامي امارت لوړ پوړي هیئت زابل ته سفر وکړ

کابل / د تلې ۱۱ مه / باختر

د اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده په لارښوونه نن زابل ته شپږ کسیز هیئت سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د نظامي او ولایتي ادارې له مسوولینو سره وکتل.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د هیئت غړي شيخ سلطان محمد مسوولينو ته د امير پر اطاعت او پر ولس د شفقت لارښوونه وکړه.

د هيئت بل غړي مفتي عبدالعلي وویل چې نړۍ له اسلامي امارت سره د اسلامي نظام پر نافدولو ورانه ده، هغه مجاهدينو ته په خطاب کې وويل: جهاد او مبارزه به د اسلامي شريعت تر نفاذ پورې جاري وي‌.

د هيئت مشر شيخ محمد اسماعيل فرقاني د اميرالمؤمنين مهمې لارښوونې له مسوولینو سره شریکې کړې.

فرقاني وويل چې اميرالمؤمنين لارښوونه کړې چې ټول مجاهدين بايد د خپلو صفونو تصفيه وکړي، مفسدو او ناوړه اشخاصو ته ځای ور نه کړي، کشران دې نه ملګري کوي، صورت او سيرت دې پر نبوي صورت او سيرت برابر کړي، اطاعت وکړئ او د بيت المال ساتنه وکړئ.

هغه زياته کړه چې مجاهدین دې د تېرې ادارې هغه نظاميان له ځان سره نه ګرځوي چې لاسونه يې د ملت پر وينو سره وي.

د يادونې وړ ده چې پلاوي په مرکز کلات کې له ولسي خلګو سره هم ناسته وکړه او ځوانانو ته په خطاب کې یې وویل چې اسلامي امارت ستاسو نظام دی، تاسو به د دغه نظام ستنې ټينګوئ او د هېواد راتلونکی به تاسو تضمينوئ.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته