ټولنه

د اسلامي امارت مسوولین په جوزجان کې د ښځو د کاراو حرفې ملاتړکوي

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
په جوزجان کې د یو روزنیز ورکشاپ یوشمېر برخه والې ښځې وایي چې د اسلامي امارت مسوولین د هغوی د کار او حرفې ملاتړکوي.
په جوزجان کې د کار کوونکو ښځو د روزنیز ورکشاپ مسوولې حوریې احمدي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه روزنیز ورکشاپ په جوړولو سره بریالۍ شوې ده په جوزجان ولایت کې ۷ ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغې زیاته کړه په دې ورکشاپ کې ۷ښځې په کار بوختې دي او هره ورځ څه ناڅه ۱۵ بیکونه او سیمه ییزې جامې جوړوي چې په عمده او پرچون ډول یې بازار ته وړاندې کوي چې د خپل ورځني او د زده کړو لګښت له دغه کار څخه ترلاسه کوي.
د هغې د څرګندونو له مخې، په دغه ورکشاپ کې تولید شوي بیکونه او جامې نه یوازې د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې بلکې د فاریاب، سرپل او د بلخ د ولایتو نو په بازارونو کې هم وړاندې کېږي چې په دې کار سره په میاشت کې څه د پاسه شپېته زره افغانۍ عواید ترلاسه کېږی.
هغې څرګنده کړه چې په شبرغان ښار کې د اسلامي امارت مسوولین د دوی د کار مخه نه نیسي بلکې هغوی هڅوي او ملاتړ یې کوي.
د دغه ورکشاپ یوې ګندونکې رحیمې بهرامي له خپل کار څخه د خوښۍ په څرګند ولو سره وایي: که چېرې وغواړو په هر راز شرايطو کې د کار زمینه برابره ده.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاکټر هلال بلخي وویل د اسلامي امارت د حکومت له پيل څخه تر اوسه پورې د اسلامي حجاب په رعایتولو سره په جوزجان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو ممانعت نشته بلکې د اسلامي امارت مسوولین د هغوی ملاتړ کوي اوهغوی هڅوي چې وکولای شي د خپلې کورنۍ لګښت د خپل کار له لارې ترلاسه کړي او په خپلو پښو ودرېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته