خبرونهامنیتTOP

 د اسلامي امارت ځواکونه د پنجشېر د بازارک او رخې پر لور د پرمختګ په حال کې دي

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر

په پنجشېر کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته لوېدلي دي، یوازې مرکز بازارک او رخه ولسوالي د مخالفانو په لاس کې دي.

دره او ابشار د پنجشېر هغه ولسوالۍ دي چې تازه د اسلامي امارت ځواکونو نیولي دي او اوس په کې چاڼیز عملیات دوام لري.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د اسلامي امارت ځواکونو پر مرکز بازارک او رخې ولسوالي بریدونه پيل کړي او د پرمختګ په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر له ۷ ولسوالیو څخه ۶ ولسوالۍ د اسلامي امارت په کنټرول کې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته