امنیت

د اسلامي امارت ځواکونو د پنجشېر شتل ولسوالي ونیوله

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د اسلامي امارت مسوولین وايي چې ځواکونو یې د پنجشېر شتل ولسوالي په بشپړه توګه نيولې او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ ځواکونو یې د پروان له لارې هم پر پنجشېر بریدونه پیل کړي چې په نښتو کې د اسلامي امارت لسګونه مخالفان وژل شوي او څو تنه یې نیول شوي هم دي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په نښتو کې د مخالفانو دوه چاینداره ټانکونه، یو ۸۲ ملي متره توپ یو زغروال ټانک او زياته اندازه مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته