امنیت

د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې له انسان تښتوونکو سره نښته کړې ده

کابل / د تلې ۲۴ مه / باختر
د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د څلورمې حوزې اړوند په بادام باغ سیمه کې یې له انسان تښتوونکو سره نښته کړې چې په پایله کې یې یو انسان تښتوونکی وژل شوی دی.
د کابل له امنیې قومندانۍ څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نښته کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی، درې نور په تېښته بریالي شوي؛ خو د دوی له منګولو یې موټر چلوونکی او موټر ژغورلي دي
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته