سیاستخبرونه

د اسلامي عالمانو سيمه یيز کنفرانس جوړزږي

۳۹- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د ارشاد حج اواوقافو وزير وايي چې د اسلامي ، سيمې اود نړى له هېوادونوسره د افغانستان د اړيکو د پياوړتيا اوپراختيا لپاره د افغانستان د دولت د هلوځلو په دوام د اسلامي هېوادونو او اسلامي او مذهبي بنسټونو سره د اړيکو د پياوړتيا په اړوند زيات تمرکز شوى دى .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ محمد قاسم حليمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په اسلامي هېوادونوکې د افغانستان د سفيرانو د هلوځلو په پايله کې له ۹ هيوادونو او اسلامي او مذهبي بنسټونو سره د ويديوکنفرانس له لارې د خبرو اترو او اړيکو زمينه برابره شوه اود بېلابېلو موضوعګانوپه باب خبرې وشوې .
د ارشاد حج او اوقافو وزير څرګنده کړه چې د دغو هلوځلو په پايله کې د اندونيزيا د محمديه عالمانو د ټولنې رييس يوسف کلا افغانستان ته سفر وکړ او د بېلابېلوموضوعګانو له جملې څخه د اسلامي عالمانو په ګډون د اسيا د سيمه ييز کنفرانس د جوړولو لپاره په هلوځلوټينګار وشو .
د حليمي د څرګندونوله مخې ؛ ټاکل شوې ده دغه کنفرانس په نږدې راتلونکې کې جوړ او په هغه کې د جګړې او د سولې د فرضوالي په اړه يو څرګند پريکړه ليک صادر شي .
د ارشاد حج اواوقافو وزير په دې خبري کنفرانس کې د مصر الازهر له پوهنتون ، د ازبکستان دمفتي اعظم ، قزاقستان او ترکمنستان سره د اړيکو د پراختيا اود ماليزيا ، کويت، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان د هېوادونو د معتبرواسلامي اومذهبي بنسټونو او له نورو اسلامي اومذهبي بنسټونو سره د افغانستان د همکاريو د اړيکو د پياوړتيا ډاډ ورکړ .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته