ټولنه

د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور د مړ کولو لپاره هڅې دوام لري

– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
د اور وژنې ډلې دغه راز هلې ځلې کوي چې د اسلام قلعه په ګمرک کې نورو تجارتي مالونو ته د اور د خپرېدو مخه ونيسي .
په دغه ګمرک کې د تيلو په يو ټانکر کې د اورله لګېدنې وروسته پرون د تيلو په سلګونو نور تانکرونه وسوځېدل او وچاودېدل .
په دې پېښه کې نور تجارتي مالونه هم سوځيدلې دي ، دغه ټانکرونه له ايران څخه تيل وارد کړې و او د ګمرکي بهير بشپړېدو ته په تمه و چې په يو ټانکرکې اور ولګېد او دغه اور د تيلو نورو سلګونوټانکرونوته خپور شو .
د هرات د سوداګرى او پانګې اچونې د خونې مرستيال وايي چې د تيلو او ګازو څه ناڅه ٥٠٠ ټانکرونه د ګمرک په تم ځاى کې ولاړ و چې اور ولګېد او د تيلو او ګازو زياترو تانکرونو کې اور ولګېد او وچاودېدل.
د دغې اور لګېدنې ګړنديتوب دومره و چې د هرات د اور وژنې ټيمونو په يواځې د اور د مړ کولو توان نه درلود او له ايران څخه د اور وژنې ډلې او د ناټو ځواکونومرستې ته ورودانګل . خو د وروستيو رپوټونوله مخې، اور تراوسه پورې نه ده مړشوې له دغې اورلګېدنې وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د هرات والي له ايران څخه وغوښتل چې د اسلام قلعه بندر ته د اور وژنې د ټيمونو په استولو سره د دغه اور په مړ کولو کې مرسته وکړي .
د اسلام قلعه په بندر کې د تيلو د يوټانکر چلوونکى غلام سرور باختراژانس ته وويل هغه سره له دې چې يو څه سوځېدلې و بريالى شو چې د اور لګېدنې په لومړى شيبو کې خپل ټانکر د خطر له ساحې څخه وباسي .
هغه وويل په دې پېښه کې د ګمرک څوتنه کارکونکي او د تيلو د ټانکرونو چلوونکي ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول خو د هرات روغتيايي مسوولين وايي چې په دې اور لګېدنه کې څه ناڅه نوي تنه ټپيان شوي دي او هيڅوک نه دى وژل شوى.
د هرات د سوداګرى او پانګې اچونې د خونې مرستيال وايي چې په دې اورلګېدنه کې سوداګرو ته له ٤٠څخه تر ٥٠ميليونوډالرو پورې زيان اوښتى دى .
هغه له دې امله چې د معمول پرخلاف ټانکرونه د ٦ ساعتونو پرځاى يوه اوونۍ د ګمرک په تمځاى کې د ګمرکي پړاونو د بشپړولو لپاره ولاړ و انتقاد وکړ او ويې ويل چې مسوولين دې بايد په اسلام قلعه ګمرک کې د تيلو د ټانکرونو لپاره جلا ځاى او جلا لاره جوړه کړې واي .
د اور د مړ کولو او د تيلو نورو ټانکرونواوتجارتي مالونوته د اور د خپرېدو د مخنيوي ترڅڼګ په اسلام قلعه ګمرک کې د تجارتي مالونو د لوټولو د مخنيوي موضوع د امنيتي ځواکونو نورې ستونزې وي .
د هرات والي سيد وحيد الله قتالي تېره شپه د اسلام قلعه ګمرک د کتنې په بهير کې وويل چې امنيتي ځواکونوته يې لارښوونه کړې ده چې ګمرک ته ټولې غځيدلې لارې تر نظر لاندې ولري چې د سوداګرو د مالونو د لوټولومخه ونيول شي.
هغه وويل امنيتي ځواکونه بريالي شوي دي چې د تيلو په لسګونو ټانکرونه او د نورو مالونو کاروانونه د خطر له ساحې څخه وباسي .
په همدې حال کې تراوسه پورې د اور د مړ کولو لپاره د ناټو ، هرات اوايران د اور وژنې د ډلو هلې ځلې نه دي بريالي شوي . د پېښو د چارو کارپوهان وايي چې د دغه شان اور د مړ کولو يواځنى لاره له هليکوپترو څخه په استفادې سره په اور باندې له هوا څخه د مخصوصو توکو شيندل دي چې افغانستان دغه شان وسايل نه لري .
ختم_ ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته