خبرونهورزش

د اسنوبورد سيالى د افغان ورزشکارانو په ګډون په پاکستان کې پيل شوې

١٧- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د پاکستان د اسنوبورد ازادې سيالۍ د افغان ، پاکستاني او د اروپايي ورزشکارانوپه ګډون پرون د پاکستان په صوات ښار کې پيل شوې.
د هېواد د اسنوبورد د فدراسيون رييس احمد رومل باختراژانس ته وويل په دې سياليو کې د افغانستان له پنځو ولايتونو څخه د ٣ نجونو په ګډون ١٣ ورزشکاران ګډون کړې دي .
د رومل د څرګندونو له مخې ؛ په دې سياليو کې ١٠ اروپايي ورزشکاران، ٩ پاکستاني ورزشکاران او د افغانستان ورزشکارانو ګډون کړي دي چې د نارينه و او ښځو په برخه کې پيل شوي دي . او ٤ ورځې دوام کوي .
اسنوبورد د اسکي په شان په واوره کې د تختې پرمخ يو ډول ورزش دى .
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته