اعلامیهخبرونهفرهنګ

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت اعلامیه

کابل/ د چنګاښ ۱۲مه/ باختر

د افغانستان د خلکو دښمنانو د خپلو کرغېړنو موخو لپاره پخوا هم له فرهنګي ارزښتونو کار اخیستی  دی، دا ځل یې  د خپلو بشري ضد جنایتونو په دوام کرغېړنه هڅه وکړه چې د موسیقۍ آله د ترهګریز برید د ترسره کولو لپاره وکاروي. هغوی چاودېدونکي توکي په رباب کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هغه د کام ایر شرکت الوتکې ته چې هرات- کابل پرواز یې ترسره کاوه، ولېږدوي او بیا چاودنه ورکړي او فاجعه رامنځ ته کړي. له ښه مرغه د هرات هوایي ډګر امنیتي موطفینو د ترهګرو دا توطیه کشف او شنډه کړه. د پېښې عامل  یې نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نړۍ د فرهنګي او هنري اثارو  په نوملړ کې د رباب د شاملولو ا ړوند اسناد یونسکو ته استولي دي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ترهګریزو موخو لپاره د موسیقۍ آلاتو کارول په کلکو ټکو غندي او یو ځل بیا د هېواد د فرهنګي میراث او اثارو د ساتنې لپاره خپله کلکه ژمنتیا نوې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته