اعلامیهفرهنګTOPټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

کابل/ د زمري ۶مه/ باختر

د خوښۍ ځای دی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګې ادارې ( یونسکو) د افغانستان په غوښتنه درې ناملموس فرهنګي میراثونه د ثبت لپاره ومنل.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د بهرنیو چارو وزارت له لورې په استول شوي لیک کې د دریو فرهنګي ناملموسو میراثونو د منلو په تړاو ویل شوي چې دا درې اثار په لاندې ډول په ۲۰۲۲ کال کې د ثبت لپاره منل شوي دي:

۱.  دمیناتورۍ هنر د بهزاد سبک د افغانستان په نوم په خپلواکه توګه؛

۲.  د وریښمو د تولید او روزنۍ صنعت افغانستان له آذربایجان، ایران، ترکیې، ترکمنستان او ازبکستان سره په ګډه؛

۳.  یلدا شپه ( چلې شپه) له ایران سره په ګډه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان فرهنګ پال او فرهنګ دوست ولس ته د دغې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایی او په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له همکارانو څخه مننه کوي. همدارنګه  د افغانستان ولس ته د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته