فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د انسان د تحقيقاتي انستيتوت ترمنځ دهمکارۍ موافقه ليک لاسليک شو

کابل / د زمري ٥ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکيمي نن د انسان څېړنیز انستيتوت له مسوول سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغه موافقه ليک له مخې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت
او انسان څېړنیز انستيتوت د فرهنګي، علمي او څيړنيزو پروګرامونو، سيمينارونو
او د تاريخ اوونۍ د پروګرام په جوړولو کې له یو بل سره همکاري کوي.
د دغه موافقه ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې د انسان انستيتوت مسوول فهيم الله “کريم” د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې تراوسه پورې دغه ا نستيتوت په ٦ ولايتونو کې فعاليت کوي.
هارون حکيمي د دغه بنسټ د فعاليتونو قدردانې وکړه اوهيله يې وکړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او انسان څېړنیز انستيتوت ترمنځ ګډه همکاري او ګډ کار دواړو بنسټونو ته ښه تجربه وي.
دغه راز په دغو مراسمو کې ټينګار وشو چې د راتلونکو ګډو پروګرامونو په اړه ډير ژر د دغو بنسټونو ترمنځ کار پيل شي
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته