خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خان عبدالغفار خان سمينار جوړوي

۴۱- کابل / د لړم ٢٧ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري په کابل کې د خان عبدالغفار خان د شخصيت او کړو وړو په اړوند یو سمينار جوړ کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سمينار مقدماتي غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل: موږ هلې ځلې کوو چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان د آزادۍ غوښتنې مبارزو او د هغه د عدم تشدد فلسفې په اړوند ډېر ژر سمينار جوړ کړو.
په غونډه کې دغه راز ګډونوالو د سمينار د جوړولو په اړوند خبرې اترې وکړې او خپلې طرحې او پيشنهادونه يې مطرح کړل او د ياد سمينار په اړوند د مقالو پر عنوانونو خبرې وشوې.
خان عبدالغفار خان د سيمې په تاريخ کې له وتلو څېرو او مبارزینو څخه و چې د خپل عمر زیاته برخه يې آزادۍ او عدالت ته وقف کړې وه. هغه په خپلو ويناوو کې قومونو اتحاد ته را بلل او تل یې سپارښتنه کوله چې له نفاق څخه ځانونه وژغوري.
پاى\ع \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته