خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کوي

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډېر ژر له سريلانکا سره د فرهنګي همکاريو هوکړه ليک لاسليک کوي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په کابل کې د سريلانکا له سفير سره په کتنه کې وويل: افغانستان او سريلانکا لرغونې فرهنګي او تاريخي اړيکې لري او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.
هغه د بوديزم آیين په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په افغانستان کې زيات بودايي مرکزونه شته او باميان يو له دغه شان مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: موږ دې ته لېوال یوو چې د موسيقۍ، تياتر، د لرغونو آثارو د مرمت کولو او نورو فرهنګي برخو کې همکاري وکړئ او په سريلانکا کې د بودايي دورې آثار نندارې ته وړاندې شي.
د سريلانکا سفير پيال ډي سلوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ او ويې ويل: افغانستان او سريلانکا لرغونې فرهنګي اړيکې لري او هېواد يې لېوال دی چې له افغانستان سره د سيمنا، خپرونو او نورو فرهنګي برخو کې همکاري وکړي.
هغه وويل: موږ سيلانيان هڅوو چې په افغانستان کې بودايي او اسلامي فرهنګي ميراثونه وګوري.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې په يو مناسب وخت کې سريلانکا ته سفر وکړي او د دغه هېواد فرهنګي ميراثونه وګوري.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته