خبرونهفرهنګټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله

۳۷- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت نن په کابل کې په يوه غونډه کې د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه چې د يوشمېر دولتي مسوولينو، د بېلابېلو بنسټونو د رييسانو او استازو او يوشمېر رضاکارانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د رضاکارانو د نړيوالې ورځې له امله ټولو رضاکارانو او خلکو ته مبارکي وويله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په ډله یيزو او رضاکارانه کارونو کې د خلکو په تېره بيا د ځوانانو رول مهم وباله او د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو يې ټينګار وکړ.
هغه څرګنده کړه: موږ د خپلې خوښې کارونو په ترسره کولو سره خلک او ټولنه د هغوى مسووليتونو ته ځیر کوو او په مطلوب او مسوولانه چلند سره د رضاکارۍ فرهنګ رواجوو.
هغه زياته کړه: په ټولنه کې د مطلوب حالت د رامنځته کولو په خاطر اړينه ده چې لومړى کار له فرهنګ څخه پيل کړو او د نړۍ پرمختللو هېوادونو لومړى کار د فرهنګ له جوړولو پيل کړى دى.
محمد طاهر زهير وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو لپاره ښه او مهم پروګرامونه ترلاس لاندې لري او بايد ځوانان هم د حالت د ښه والي په خاطر هلې ځلې وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر ادريس الکوزي د دغه معينيت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د خلکو په تېره بيا ځوانانو ترمنځ د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو يې ټينګار وکړ.
هغه وويل چې د ځوانانو چارو معينيت ځوانانو ته مهم پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې کېدای شي ځوانانو ته یوه ښه لاسته راوړنه وي.
دغه راز په دې غونډه کې د جمهوري رياست سلاکار اعتبارخان ځدراڼ، ډاکټرې حميرا قادري او د ملګروملتو سازمان د رضاکارانو برخې استازي ايمل ځلاند په وار سره خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د رضاکارانو د ورځې له امله يې خلکو ته مبارکي وويله، په ټولنه کې يې د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو ټينګار وکړ.
په همدې ترتيب د غونډې په بله برخه کې د پوهنتون استادې منيژې رمزي، د ځوانانو چارو معينيت د فرهنګي چارو او د رضاکارو ځوانانو رييس لايق شاه ځدراڼ، ايمل ځلاند او د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې ښکلا ځدراڼ په ټولنه کې د رضاکارانه فعاليتونو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل.
د غونډې په پاى کې مسوولينو د يوشمېر رضاکارانو د کارونو د قدردانۍ په خاطر هغوى ته تنديسونه ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د رضاکارۍ نړيواله ورځ په ١٩٨۵کال کې د ملګرو ملتو سازمان عمومي ټولنې تصويب کړه چې د نړۍ د خلکو ترمنځ د رضاکارۍ روحيه پياوړې او د سولې او پرمختيا په برخه کې د رضاکارو سازمانونو ونډه اخیستنه ښه کړي.
ختم-ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته