فرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل / د وږي ۳۱مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره په داسې حال کې چې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم حاضر و؛ د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو فرهنګي او تحصیلي اړیکو او په سرحدي او ترانسپورتي برخو پورې اړوند یولړ ستونزو خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې د رسنیو نقش مهم وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر رسنیزو همکاریو ټینګار وکړ.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم د دواړو هېوانو ترمنځ د رسنیو نقش ارزښتناک وباله او څرګنده یې کړه چې افغانستان او پاکستان سره ډېر مشترکات لري او رسنۍ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
خیرخواه زیاته کړه چې د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو ترمنځ ښه تګ راتګ وپالل شي.
د کتنې په پای کې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته