خبرونهټولنهTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بیات بنسټ له مرستیال سره وکتل

کابل / لړم ۵ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د “بیات” بنسټ له مرستیال حاجي اسماعیل شاه پسند سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د آریانا نیوز رییس عبدالغني مدقق هم حاضر و، دواړو لوریو پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د “بیات” بنسټ مرستیال د افغانستان اسلامي امارت پر راتګ او په هېواد کې د سراسري امنیت پر ټینګښت خوښي وښوده. هغه له یاد بنسټ سره له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بیات بنسټ د همکاریو مننه وکړه او له دغه بنسټ سره یې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته