کابل / د لړم ۴مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په بشري چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د ځانګړي استازي د مرستیال مارتین ګرفتس له ستر سلاکار ټام ګریکس سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو او همدارنګه په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او له اړو او بېوزلو کسانو سره د مرستندویو موسسو او بنسټونو د مرستو د ژر رارسېدو په اړوند خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل چې د بشري مرستو په استولو کې ځنډ شوی دی او ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر او د ژمي تر رارسېدو مخکې باید پر اړو او بېوزلو کورنیو مرستې ووېشلې شي.
دغه راز ټام ګریګس ژمنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت پیغام به د ملګرو ملتو سازمان مقاماتو او نړیوالو ته ورسوي. وهاج