فرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر قندهار ته سفر وکړ

کابل / د سلواغې ۳ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه قندهار ته په سفر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وړانديزونه او ستونزې واورېدې او د همکارۍ ډاد یې ورکړ.
ښاغلي خیرخواه قندهاریان فرهنګپال وبلل او د یاد ریاست مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې خدمت ورته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یاد ولایت ملي موزیم او کتابتون هم وکتل.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته