خبرونهفرهنګټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د عبدالاحمد خاشع پر مړینې خواشني څرګنده کړه

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د تخار د شاعر او ادبي – فرهنګي شخصیت عبدالاحمد خاشع پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.
عبدالاحمد خاشع د تخار نوموتی شاعر، ادیب او لیکوال و چې د خپل عمر زیات کلونه یې په شعر ویلو او د ادبیاتو او فرهنګ بډاینې ته وقف کړل.
ارواښاد خاشع د غزل په چوکاټ کې، ډېر دوه بیتي او مخمس شعرونه ویلي دي او بومي هنرمندانو د هغه شعرونه په خپلو سندرو کې ویلي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عبدالاحمد خاشع مړینه ضایعه بولي او ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او د هېواد ادبي – فرهنګي ټولنې په تېره بیا د تخار پتمنو خلکو ته د جمیل صبر هیله کوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته