فرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پکتیا، بامیانو او پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ له رییسانو سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۱ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملاخيرالله خيرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ له ولایتي ریيسانو سره د کتنو په لړ کې د پکتيا، پکتیکا او بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له ریيسانو  سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنو کې د پکتیکا، بامیانو او پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو له سرپرست وزیر سره ځينې موضوعات او ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې خلکو ته به خدمت کوي او د تېرو شلوکلونو په څېر به یې ناهيلي نه پرېږدي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د یادو ولایتونو رییسانو ته د ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته