فرهنګ

د اطﻻعاتواو فرهنګ وزارت د بيهقي د انتشاراتو رييس فيض الله محتاج وفات شو

کابل /دوږي ١١مه /باختر
دهېواد فرهنګي اود اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بيهقي د انتشاراتو رييس فيض الله محتاج د هغې ناروغى له امله چې ورپيېښه شوې وه، تېره شپه په حق ورسېد.
هغه په وروستيومياشتوکې له ناروغى سره لاس او ګريوان و .چې تېره شپه وفات شو
فيض الله محتاج زيات کلونه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په بېلابېلوبرخو له دې جملي څخه د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه، د انيس د ملي ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه اود بيهقي د انتشاراتو د رييس په توګه دنده ترسره کړه .
هغه ځواکمن ليکوال اود لوړې انديشې شاعر و، او زياتې مقالې يې وليکلې.
د هغه مړينه د افغانستان فرهنګي تولنې ته يوه ضايعه ده .
ټاکل شوې ده د ارواښاد جنازه نن له غرمې وروسته په يوه بجه د دوغ اباد د قلعه جمعه خان په اديره کې خاوروته وسپارل شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته