اقتصاد

د افغانستان۶۰ ټنه سره مميز ازبکستان ته صادر شول

کابل / د کب ۷ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنيو صادراتو او توليداتو په چارو کې د جمهوررييس د سلاکار دفتر او د “ايرا فورټ” شرکت په همغږۍ، د افغانستان د سره مميزو د لومړۍ محمولې صادرات چې ۶۰ ټنه کېږي، ازبکستان ته پيل کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنيو صادراتو او توليداتو په چارو کې د جمهوررييس سلاکار جلال الدين سعيد وايي: د افغانستان د جمهوررييس اقتصادي نظر دا دى چې د هېواد صادراتي محصولات معياري کړو او دغه راز د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلورنې بازارونه چې پخوا له لاسه تللي وو، بېرته ترلاسه کړو چې له نېکه مرغه په هېواد کې دغه ظرفيت شته.
د “ايرا فورټ” شرکت رييس جلال رحمان شرر وايي چې د ۶۰ زرو ډالرو په ارزښت د افغانستان ۶۰ ټنه سره مميز چې زياتره په شيريني جوړولو او خوړو کې ترې استفاده کېږي؛ هر ټن يې په ۱۰۰۰ امريکايي ډالره پلورل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان دولت کاناډا ته د ١۴ قلمه وچو ميوو صادرات هم پيل کړي وو.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته