کابل / د لړم ۴ مه / باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوي نن په دوحه کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په مشرۍ د هغه هېواد له پلاوي سره خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین پر بشري مرستې او افغان زدهکوونکو ته په چین کې د لوړو زدهکړو د فرصتونو پر ایجاد او په ټوله کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر فرصتونو او ننګونو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه او په ډاګه یې کړه چې نوی اسلامي حکومت ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چین په ګډون د هېڅ هېواد پرخلاف نه کارول کېږي.
متقي وویل: افغانستان پر همکارۍ او تفاهم ولاړ متوازن بهرنی سیاست لري. هغه زیاته کړه: چین زموږ په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په سیمه کې مهم هېواد دی.
د افغانستان له ثبات څخه د چین په ګډون ټوله سیمه ګټه پورته کوي. افغان لوري له چین سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ.
متقي له چینايي لوري وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي او له افغانستان څخه چین ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، اینجي او په ځانګړې ډول د جلغوزو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
افغان لوري له چینايي لوري څخه وغوښتل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
همدارنګه افغان لوري له چینایي لوري څخه وغوښتل چې په چین کې افغان زدهکوونکو ته د لوړو زدهکړو زمینې برابرې کړي. د بهرنیو چارو وزیر له چینایي لوري څخه مننه وکړه چې پخوا یې هم افغان زدهکوونکو ته سکالرشيپونه ورکړي وو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستي مثبت تحول هرکلی وکړ او په ډاګه یې کړه چې افغانستان او چین تاریخي اړیکې لري.
د چين د بهرنیو چارو وزیر وویل: چین به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
وانګ يي وویل چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. چینايي لوري همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان ملاتړ کوي چې د پراختیا لپاره خپله لار په خپله وټاکي. چین د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل رول لوبوي.
د چين د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره بېړنیو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین د دغه دریځ ځانګړی هرکلی وکړ چې له افغانستان سره سوداګري پراخوي، مثبتو اړیکو ته وده ورکوي او په افغانستان کې د لاسوهنې اراده نه لري.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا په موخه به په راتلونکي کي هم ګډی ناستې کوي او ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.