کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د افغانستان لپاره د شپاړسو هېوادونو له نوماندو سفيرانو او استازو سره په دوحه کې نن وکتل.
په کتنو کې پر امنيتي، بشري، اقتصادي، سياسي او روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ناستو کې ټولو خواوو په امنيتي او سياسي برخو کې د پرمختګونو ستاينه وکړه.
سرچینه زیاتوي چې په کتنو کې ويل شول چې افغانستان سره بايد بشري او روغتیايي مرستې وشي او همدارنګ مشکلاتو ته د همکاريو له لارې لاسرسی وشي.
په همدې حال کې افغان پلاوي دوی ته د امنيت ډاډ ورکړ او د مرستو رسولو په برخه کې یې د همکاريو ژمنه وکړه او غوښتنه يې ترې وکړه چې ټول هېوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي چې حقيقتونه له نږدې وويني او د مثبتو اړيکو نوی باب پرانیستل شي.