کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د ترکيې له سفیر جيهاد ارګين آی سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، بشري او روغتیايي مرستو، افغان مهاجرينو، محصلينو او پر نورو اړونده موضوعاتو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د ترکيې حکومت ته پیغام ورکړ چې په افغانستان کې نیمګړې پروژي بشپړې کړي او د دوه اړخېزو اړيکو او همکاريو پر دوام یې ټينګار وکړ.
ن/ر
9 د یوې دقیقې څخه لږ