سیاستTOP

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

کابل / د لړم ۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه دیبورا لاینس وویل: ملګري ملتونه غواړي له افغانستان او خلکو سره خپلو همکاریو او کار ته دوام ورکړي.

نوموړې د ژمي تر راتلو وړاندې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره پر عاجلو اقداماتو ټینګار وکړ. لاینس وویل: په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او موږ له تمویلوونکو هیوادونو سره خبرې کوو چې انکشافي پروژې تمویل کړي چې د پیسو جریان بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د بشري ناورین د مخنیوي او اقتصادي پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د هڅو ستاینه وکړه وبې ویل: اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو ته د بشپړ امنیت او همکارۍ ډاډ ورکوي.

مولوي عبدالکبیر همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصولو لپاره پر امریکا متحدو ایالتونو فشار راوړي او ډاډ یې ورکړ چې د شرعیت په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته رسیدګي کېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته