ټولنهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر فراه ته سفر وکړ

کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس “اخوندزاده” فراه ته په سفر کې
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا نوی رییس ملا عبدالسلام “هجرت” معرفي کړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د نوي رییس د معرفت په پار جوړې شوې غونډه کې یو دیني عالم وویل چې د افغانانو بریا د الله او د هغه د رسول په پیروي کې ده.
په همدې حال کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر وویل: هر مسوول چې په دغه اداره کې کار کوي، څنګه چې د ځان لپاره په ډېره رښتینې توګه هڅه کوي، هماغسې دې د خپل ولس لپاره هم هڅې وکړي.
سرپرست وزیر وویل چې د ولسي تړون ادارې کارکوونکو ته به په نږدې راتلونکي کې معاش ورکړل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته