سیاستTOP

د افغانستان اسلامي امارت زعیم د قندهار امنیتي او ملکي ادارو مشرانو ته لارښوونې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة‌الله نن په کندهار کې د هغه ولایت د مسوولينو او چارواکيو په یوه پراخه غونډه کې ګډون وکړ او په یوه هراړخيزه وینا کې یې لاندې سپارښتنې وکړې:

۱ـ زما د عفوي احترام وکړئ، د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جُرمونو سزا مه ورکوئ.

۲ـ ددې هیواد هر وګړی موږ ته قدرمن دئ، د افغانانو قدر او عزت په بل هیواد کي نشته، نو هیڅ افغان دي له هیواده نه وځي، همدلته دي پاته شي، مسئولین، علماء، قومي مشران، والیان او ولسوالان دي دوی ته قناعت ورکړي، چي همدلته هیواد کي پاته شي، دلته یې عزت او قدر کیږي.

۳ـ ټول افغانان اوس موږ ته ګوري او تمه یې موږ ته ده، نو تاسي د دوی د امن وسیله وګرځئ، د دوی د عزت ساتنه وکړئ.

۴ـ په خپله مسئولیت مه غواړئ او مه یې طلب کوئ، که مشر درته مسئولیت وسپاره، نو د امر اطاعت یې وکړئ او هغه مسئولیت سرته ورسوئ.

۵ـ د مشرتابه له لوري د مسئولیت ترسره کېدو په موخه درکول شوي اُصول، طرزالعملونه او لایحې په کلکه عملي کوئ او هیڅ خودسرانه کړني مه ترسره کوئ.

۶ـ داسي مسئولیت وکړئ، چي سبا په روڼو سترګو ولس ته وکتلای شئ.

۷ـ د ښه مسئولیت ترسره کېدو په برخه کي تل له علماوو څخه مشورې اخلئ.

۸ـ ټول افغانان داسي وبولئ، لکه خپل وروڼه.

۹ـ زما په ولس ډېره خوا بدیږي، هیڅکله ظلم مه ورسره کوئ، مه یې وهئ، د ظلم پایله بده ده.

۱۰ـ ټول اسباب خدای ج په لاس کي درکړي دي، د ظلم او لويي لپاره ورڅخه ګټه مه اخلئ؛ بلکي په هر ډول مسئولیت کي عاجزي وکړئ.

۱۱ـ د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړئ او هرچاته خپل حق ورسوئ.

۱۲ـ په مسئولیت کي زورواکي مه کوئ، د انډیوالۍ دار او مدار مه ساتئ، د ژبي او قوم په اساس چاته دنده مه ورکوئ؛ بلکي د استعداد مطابق دنده ورکوئ.
۱۳ـ د مشرانو احترام کوئ، شکایت ورڅخه مه کوئ، عزت یې کوئ او هیڅ کار د مشرانو بې‌ اجازې مه کوئ.
۱۴ـ په خپلو منځونو کي پوره همغږي ساتئ، خو د یو بل په کارونو کي مداخلې مه کوئ.
۱۵ـ د خلګو امنیت ته شپه او ورځ متوجه اوسئ، ګزمې او تلاشۍ چي کوئ خلګو ته مشکل مه جوړوئ.
۱۶ـ څوک چي مو تلاشۍ ته درولی وي، ښه په اخلاقو یې سمبال کړئ، علماوو ته یې کښېنوئ، چې له عامو خلګو سره د تلاشۍ پرمهال ښه سلوک وکړي.
۱۷ـ ددې نظام سره کلک ودرېږئ او ټول په یوه اتفاق سره د امارت ځنځیر همداسي ټینګ وساتئ.
۱۸ـ لوی امتحان کي شتون لرو، راځئ دې امتحان کي په ښه ډول بریالي شو، راشئ ښه تاریخ جوړ کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته