سیاستTOP

د افغانستان اسلامي امارت لوړرتبه پلاوی ناروې ته روان شو

کابل / د سلواغې ۲مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ۱۵کسیز لوړرتبه پلاوی د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست مولوي امير خان متقي په مشرۍ نن مازیګر د ناروې هېواد په خانګړې الوتکه کې دغه هېواد ته روان شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ټاکل شوې ده دغه پلاوی د ناروې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له استازو او یوشمېر افغانانو سره وګوري او د بشري مرستو او سیاسي، تعلیمي او اقتصادي موضوعاتو په اړوند ورسره خبرې وکړي.
دغه سفر د ناروې هېواد له استازو سره د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو تر ناستو او خبرو وروسته ترسره کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته