سیاستاقتصادTOP

د ” افغانستان اقتصاد” کنفرانس جوړ شو

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د ” افغانستان اقتصاد” ترنامه لاندې کنفرانس نن په کابل کې جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند، د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغه ریاست دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې سرپرست وزیرانو، د نړیوالو بنسټونو استازو او لوړرتبه مسوولینو ګډون کړی و.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کنفرانس په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت توانېدلی چې فساد له منځه یوسي او په ټول هېواد کې امنیت تامین کړي. په افغانستان کې د پانګونې لپاره ډېره ښه زمینه برابره شوې ده او بهرنیان باید دا درک کړي چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.
رییس الوزرا زیاته کړه: هغه هېوادونو چې ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي، د افغانستان د پیسو په کنګل ساتلو سره یې افغانان له بشري ناورین سره مخ کړي دي.
هغه څرګنده کړه: په تېرو کلونو کې له افغانستان سره بنسټېزې مرستې نه دي شوې، له افغانستان سره باید دوامداره بنسټیزې مرستې وشي چې په ځان بسیا شي. موږ خپل ځانونو، وزیرانو او مسوولینو ته مرستې نه غواړو، بلکې د دغه مظلوم ولس لپاره یې غواړو.
وروسته د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې او ویې ویل: موږ هغه مرستې نه غواړو چې د افغانستان د اقتصادي نظام استقلالیت په کې نه وي، بلکې غواړو چې په مستقیم ډول په دغو مرستو کې دخیل واوسو او په عادلانه وېش یې ترسره کړو.
هغه زیاته کړه: د افغانستان شل کلن اقتصادي نظام په بهرنیو مرستو ولاړ و چې د دغو مرستو په پرېکېدو سره سقوط شو. موږ پر مرستو تړلی اقتصاد نه غواړو او نه یې په مرستو پورې تړو. موږ داسې اقتصاد ته اړتیا لرو، چې په کورنیو پرمختګونو ولاړ او پر ځان مو بسیا کړي.
همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانکړې استازې دیبورا لاینز په خپلو خبرو کې وویل: اوس په افغانستان کې سوله او امنیت راغلی او باید ښې پالیسۍ او اعتماد رامنځته شي چې نړیوال هم د افغانستان راتلونکي ته هیله من شي.
هغې زیاته کړه: موږ په ملګرو ملتو کې د مرستو او بندیزونو د لرې کولو په برخه کې خبرې کوو او ډاډ یې ورکړ چې ملګري ملتونه نړیوالو ته د انتقالي چهارچوب په نامه یو سند ورکړي چې له مخې به ۸ بیلیونه ډالر افغانستان ته راشي چې د افغانستان اقتصاد بېرته عادي حالت ته راشي.
د کنفرانس په بهیر کې د بهرینو چارو وزارت سر‍پرست مولوي امیرخان متقي هم په خپلو خبرو کې وویل: غواړو افغانستان د سیمې هېوادونو د اتصال په کړۍ بدل کړو، افغان دولت د نړۍ له هېوادونو سره ښو اړیکو او متقابل درناوي ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: موږ د افغانستان په اړه منفي ذهنیت کم کړی او په بې طرفه او اقتصادي محوره بهرني سیاست باور لرو او همدارنګه افغانستان له دې وروسته به د نړۍ د تصادم پرځای د نړۍ پر نښلونکي مرکز بدل شي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري څرګنده کړه چې بشري مرستې نشي کولی ټولې ستونزې هوارې کړي، بلکې انکشافي مرستو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: د لومړي ځل لپاره مو له داخلي عوایدو څخه بشپړه بودجه جوړه کړه، هڅه کوو چې په دې بودجه کې شفافیت رامنځته کړو او د بشردوستانه مرستو جذبولو لپاره مو، له ملګرو ملتو سازمان سره ښې اړیکې ټینګې کړې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته