خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان اوسنی حالت او د سیمې هېوادونو مسوولیت

کابل/ د چنګاښ ۱۲مه/ باختر

افغانستان په ځانګړي حالت کې دی. جګړې زوراخیستی دی او د نظام او جمهوریت د بقا او پایښت موضوع مطرح ده. د سیمې هېوادونه او همدارنګه سیمه ییز جوړښتونه په اوسني کړکېچن حالت کې د افغانستان په اړه ستر مسوولیت لري چې باید سرته یې ورسوي. د باخترآژانس مفسر دغه مسوولیت ته کتنه کړېده او لیکي:

کله چې موږ په افغانستان کې د جمهوریت او نظام د بقا او پایښت په اړه خبرې کوو؛ نو دلته یوازې د جمهویت او نظام خبره مطرح نه ده؛ بلکې د آزاد، خپلواک، سوله ییز او ناپېیلی افغانستان د بقا او پایښت خبره مطرح ده، د داسې افغانستان چې له ټولو  ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او له خاورې یې کوم بل هېواد ته ګواښ پېښ نه شي او د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱مې پېښې تکرار نه شي. اوس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه ییز اتصال او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې وخت دی. دا هم جوته ده چې افغانستان په سیمه ییز اتصال اوهمدارنګه اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کې برخلیک ټاکونکی نقش لري. د افغانستان له ګډونه پرته د سیمه ییز اقتصادي، سوداګریز او ترانسپورتي اتصال پروژې عملي کېدای نه شي. ټاپی، کاسا – ۱۰۰۰، لاجوردولاره او نورې ورته پروژې د افغانستان له لارې د تطبیق وړ دي، د دغو پروژو د تحقق ړومبني کارونه پيل شوي دي. د دغو پروژو او نورو ورته پروژو د تحقق لپاره سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده. د امریکا متحدو ایالتونو مقاماتو هم څرګنده کړېډه چې په افغانستان کې د داسې حکومت دفاع اوننګه نه کوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.

د سیمې او نړۍ هېوادونو ګټې د جمهوریت اونظام په دفاع کې نغښتې دي. د جمهوریت او نظام دفاع په دې کې نه ده نغښتې چې د سیمې اونړۍ هېوادونه خپل پوځیان دلته راواستوي. موږ ولیدل چې دلته په تېرو شلو کلونو کې د امریکا، ناټو او شاوخوا پنځوسو هېوادونو پوځیان مېشت وو؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ نه شو او اوس حالت داسې دی چې هم نظام او جمهوریت ته اوهم د یو آزاد، خپلواک او ناپېیلي هېواد په توګه د افغانستان بقا او پایښت ته جدي ګواښ پېښ دی.

پوښتنه دا ده چې د سیمې هېوادونه څه ډول مرسته کولای شي او کوم مسوولیتونه ورته متوجه دي؟ د سیمې هېوادونه باید پر وسله والومخالفانو اوهغه هېواد یا هېوادونو چې په ښکاره او پټه د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي، فشار راوړي او هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي. د فشار لپاره ګڼ سیاسي او ديپلوماتیک وسایل شته چې دوی کولای شي هم وسله وال مخالفان او هم د دوی ملاتړي اړکړي چې له جګړې لاس واخلي او په دوحه او یا هم کوم بل ځای کې د خبرو مېز ته سره کېني. د سیمې اونړۍ هېوادونه باید وسله والو مخالفانو او همدارنګه د دوی ملاتړیو ته غوڅ او روښانه پيغام ورکړي: که تاسې د زور او جګړې له لارې واک تر لاسه کړئ، جمهوریت او نظام ړنګ کړئ او بیا همغه د اویایمو کلونو توره دوره راولئ؛ نو موږ مو نه په رسمیت پېژنو، نه درسره اړیکې پالو، نه درسره مرسته کوو او نه درسره ګډې پروژې پلې کوو. که دغه راز پیغام واستول شي؛ نو پوره باوردی چې دا به وسله وال مخالفان او همدارنګه د دوی ملاتړي اړ کړي چې له جګړې لاس واخلي او  پر سوله ییزو لارو چارو تمرکز وکړي. سوله ییز، آزاد، خپلواک، ناپېیلی او په سیمه ییز اقتصادي، صنعتي، سوداګریز او ترانسپورتي اتصال کې راګډ فعال افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته